ایکنانیوز د افغان خبری سرچینو له قوله راپور راکوي، د ماشومانو د ژغورنې صندوق سیف ده چلډرن په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی ویلي، په تېرو ۷ میاشتو کې افغانستان ته له پاکستانه ستانه شوي کابو دوه نیم لکه افغان کډوال ماشومان خوړو، کور او د زده کړو لاسرسي ته اړتیا لري.
په دې راپور کې راغلي، د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال له سټمبر میاشت راهیسې له پاکستانه کابو دوه لکه شل زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي.
یادې ادارې ویلي د دوی د سروې موندنې ښيي چې ۹۹ سلنه بېرته ستانه شوي کډوال یوې یا دوه میاشتو ته کافي خواړه نه لري.
د دغه سروې پر بنسټ د بېرته ستنو شویو څلورمه برخه کورنیو د خپلو خوړو اندازه کمه کړې، یا یې د کورنۍ مشرانو د خوراک اندازه محدوده کړې څو ماشومان ئې په اوونۍ کې دوه ځل خواړه وخوړلی شي او له دې ماشومانو کابو اته میلیونه یا په هرو درو کې یو یې د لوږې له کړکېچنې کچې سره مخ دی.
د سروې پر بنسټ بېرته ستانه شوي کډوال توانېدلي چې له پاکستانه خپلې شتمنۍ انتقال کړي او له هر شپږو کورنیو ، یوه ئې په خېمه کې ژوند کوي.
سیف ده چلډرن ویلي ۴۷ سلنه بېرته ستانه شوي په افغانستان کې هیڅ دنده نه لري او ۸۱ سلنه نورو ورته ویلي چې د کار کولو مهارتونه نه لري چې هغې سره سم مناسبې دندې ترلاسه کړي.
اکستان په رسمي ډول د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې راهیسې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د دې هېواد له بېلابېلو سیمو یې له پنځه لکه ډېر بې اسناده افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل.
که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په نړیواله کچه د بېلابېلو بنسټونو له لوري غندل شوې خو دغه هېواد نه یوازې دا چې د کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته نه ده اخیستې؛ بلکې غځولې یې ده.